روسیې د اوکراین د ۲۴۹ بېپیلوټه الوتکو د نسکورولو خبر ورکړ

د روسیې د دفاع وزارت سهار د سهشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د دې هېواد هوايي دفاعي ځواکونو د اوکراین له لوري د یوې پراخې بېپیلوټه برید څپې پر مهال، ۲۴۹ ډرونونه نسکور کړي دي. یاد برید پرون د ماخوستن ۱۱ بجې د ماسکو پر وخت پیل شوی او تر سهار ۷ بجو پورې دوام درلود.
د روسیې چارواکو دا عملیات د تېر څو میاشتو تر ټولو «ستر» بېپیلوټه برید بللی دی. که څه هم د هدف ګرځولو دقیق ځایونه او احتمالي تلفات نه دي څرګند شوي، خو مسکو ادعا کوي چې دا ډرونونه تر خپلو هدفونو رسېدو مخکې کشف او له منځه وړل شوي دي.
په ورته وخت کې، کیف هم د توغندیو او ډرونونو تر برید لاندې راغلی دی. د ښاروال په وینا، دغه بریدونه د پلازمېنې په بېلابېلو برخو کې د څو چاودنو او اورلګېدنو لامل شوي؛ خو تر دې دمه د تلفاتو یا دقیقو زیانونو په اړه مالومات نه دي ورکړل شوي.
دا هوايي متقابل بریدونه پر داسې مهال زور اخلي، چې د روسیې او اوکراین جګړه خپل درېیم کال ته داخله شوې او د اوربند لپاره دیپلوماتیکې هڅې تر اوسه بېنتیجې پاتې شوي دي. دغه پېښې یو ځل بیا د نړیوالې ټولنې اندېښنې د ناامنۍ پراخېدو او د بشریکې ناورین شدت پر وړاندې ډېرې کړې دي.




