مهم خبرونهنړیوال

د روسي ځواکونو پرمختګ په دونيتسک کې؛ مسکو د بې‌پيلوټه الوتکو بريد شنډېدو خبر ورکړ

د رسنيو د راپورونو له مخې، د روسي پوځ ځواکونو د دونيتسک په محور کې پرمختګ کړی او د دې سيمې پر ځينو برخو کې ميداني حالت د مسکو په ګټه بدل شوی دی.

د روسي رسنيو په وينا، يو روسي پوځي افسر ويلي چې د اوکراين وسله‌والو ځواکونو د دونيتسک ولايت د دوبروپاليا په سيمه کې د مانور وړتيا له لاسه ورکړې ده. د هغه په وينا، روسي ځواکونه له واټنه د نښو په نښه کولو توان لري او د جګړې نوښت اوس د دوی په لاس کې دی.

دغه پوځي چارواکي زياته کړې چې د اوکراين پوځ هڅه کوي په شپه کې تحرکات او پرمختګونه وکړي، خو د لارو محدودېدو او پوځي فشار له امله هغوی اغېزمن مانور نه‌شي کولی. د هغه په وينا، د اوکراين د ځواکونو د مرستې لارې د دونيتسک په هغو برخو کې بندې شوې چې تازه محاصره شوې دي.

په همدې حال کې، د مسکو ښاروال خبر ورکړی چې لږ تر لږه ۲۳ اوکرايني بې‌پيلوټه الوتکې، چې د روسيې د پلازمېنې پر لور روانې وې، مخکې له هدف ته له رسېدو راوغورځول شوې دي. د دې بې‌پيلوټه بريد د احتمالي زيانونو په اړه نور جزيات نه‌دي ورکړل شوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button