مهم خبرونهنړیوال

روسیې د اوکراین ۱۶۸ بې‌پیلوټه الوتکې نسکورې کړې

د روسیې د دفاع وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې د دغه هېواد ځواکونو تېره شپه ۱۶۸ اوکرایني بې‌پیلوټه الوتکې د روسیې د بیلابیلو سیمو په فضا کې کشف، تعقیب او ویجاړې کړې دي. د وزارت په وینا، دغه عملیات په څو سیمو کې ترسره شوي او ټولې ډرون الوتکې له دې چې خپلو احتمالي اهدافو ته ورسېږي، له منځه وړل شوې دي.

په همدې حال کې د فرانسې خبري اژانس د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له قوله راپور ورکړی چې مسکو لا هم باور لري چې په اوکراین جګړه کې به بری ته ورسېږي. پوتین د دې ادعا د لاری یا مهال‌وېش په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.

له بلې خوا، د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي تېره شپه ویلي چې هېواد یې “شاوخوا لس سلنه” د سولې د ترلاسه کولو له هدف څخه لرې دی. نوموړي ټینګار وکړ چې کییف د جګړې پای ته رسېدو غوښتنه لري، خو نه په داسې قیمت چې د اوکراین د راتلونکي په زیان وي.

زلنسکي خبرداری ورکړی چې د کمزورې سولې موافقې لاسلیک کول، پر ځای د جګړې د پای ته رسېدو، ښايي د جګړې د دوام او لا زیاتېدو لامل شي. هغه ویلي، هره موافقه چې له اړینو ضمانتونو پرته لاسلیک شي، د جګړې د بیا لمبېدو خطر به له ځان سره ولري.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button