مهم خبرونهنړیوال

د روسیې مشر د کوبا د انرژۍ بندیزونه «نسل‌کشي» وبلل

د روسیې د فدراسیون شورا رئیسې والنتینا ماتوینکو د کوبا پر وړاندې د انرژۍ بندیزونه «د هاوانا د خلکو پر ضد نسل‌کشي» وبلل او ویې ویل چې مسکو د دې هېواد وضعیت په دوامداره توګه څاري. ماتوینکو دا څرګندونې د پنجشنبې په ورځ په مسکو کې د کوبا د بهرنیو چارو له وزیر رودریګز پاریلا سره د لیدنې پر مهال وکړې.

هغه ټینګار وکړ چې کوبا د روسیې له مهمو ستراتیژیکو شریکانو څخه ده، نو ځکه د دې هېواد شاوخوا پېښې مسکو ته ځانګړې ارزښت لري. د هغې په وینا، اقتصادي فشارونه، په ځانګړي ډول د انرژۍ په برخه کې، د کوبا د اوسېدونکو پر ژوند مستقیم اغېز کړی دی.

بل‌خوا د راپورونو له مخې، د کوبا د انرژۍ وضعیت له درېیمې جنورۍ وروسته لا ډېر خراب شوی دی، هغه مهال چې د متحده ایالاتو پوځ د ونزویلا ولسمشر نیکلاس مادورو ونیوه. ونزویلا تر دې وړاندې د کوبا د اصلي د تیلو صادرونکو هېوادونو له ډلې وه او د ونزویلا د تیلو د صادراتو کمښت د هاوانا د انرژۍ پر تأمین اغېز کړی دی.

همدارنګه، متحده ایالاتو د جنورۍ په ۲۹مه د یوه اجرایي فرمان په لاسلیکولو سره، د هغو هېوادونو پر توکو تعرفې لګولې چې کوبا ته نفت ورکوي. د روسي چارواکو په باور، دا ګام د کوبا پر وړاندې اقتصادي فشارونه زیات کړي دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button