مهم خبرونهنړیوال

روسیه: د داعش حضور په افغانستان کې لا هم د اندېښنې ځای دی

د ملګرو ملتونو لپاره د روسیې دايمي استازي اعلان کړی چې د طالبانو د ادارې له هغو اقدامونو سره سره چې د ځینو ترهګريزو ډلو پر ضد یې کړی، د داعش خراسان څانګې حضور په افغانستان کې لا هم د اندېښنې وړ دی. هغه وویل، د دې ډلې فعالیتونه او د بهرنیو ترهګرو عناصرو شتون د هېواد امنیتي وضعیت بې‌ثباته ساتلی دی.

واسیلي نیبنزیا په خپلو څرګندونو کې زیاته کړه چې د بهرنیو مالي سرچینو ملاتړ هم د ناامنۍ په دوام کې رول لري او افغانستان لا هم له جدي امنیتي ګواښونو سره مخ دی. د هغه په وینا، دا وضعیت نه یوازې د افغانستان د خلکو لپاره، بلکې د سیمې لپاره هم د اندېښنې سبب شوی دی.

د روسیې استازي همداراز د مخدرو موادو موضوع ته اشاره وکړه او ویې ویل، سره له دې چې د طالبانو اداره د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې پیل کړي، خو په افغانستان کې د صنعتي مخدرو موادو تولید زیات شوی دی. هغه ټینګار وکړ چې د دې بهیر پر وړاندې مبارزه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ او همکارۍ اړتیا لري.

نیبنزیا همدارنګه وویل چې مسکو په افغانستان کې د بشري حقونو اړوند بدلونونه، په ځانګړې توګه د نجونو د زده کړو او د یو ټول شمول حکومت د جوړېدو مسئله له نږدې څاري. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د ادارې له خوا د ښځو د زده کړو او ټولنیز ګډون پر وړاندې محدودیتونه له پراخو کورنیو او نړیوالو نیوکو سره مخ دي او لا هم د دغې ادارې د نړیوال مشروعیت د عادي کېدو له اصلي خنډونو څخه ګڼل کېږي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button