روسیې د لوهانسک ولایت بشپړ کنټرول اعلان کړ

د روسیې د دفاع وزارت اعلان کړی چې د دې هېواد د «لوېدیځ جګړهييز ګروپ» ځواکونو د لوهانسک سیمې د نیولو او بشپړ کنټرول ترلاسه کولو بهیر په خپلو مسؤلیت لرونکو ساحو کې بشپړ کړی دی. د دغه وزارت په وینا، له دې اقدام سره د اوکراین ختیځ لوهانسک سیمه په بشپړ ډول د روسي ځواکونو تر اداره لاندې راغلې ده.
روسیې له دې وړاندې د لوهانسک سیمه له دونېتسک سره یوځای د خپل قلمرو برخه اعلان کړې وه، خو دغه پرېکړه له پراخو نړیوالو غبرګونونو سره مخ شوه. سره له دې، تر دې وروستي اعلان مخکې د لوهانسک ځینې برخې لا هم د روسي ځواکونو له کنټروله بهر وې.
لوهانسک د اوکراین په ختیځ کې د دونباس د صنعتي او ستراتیژیک ولایتونو برخه ده؛ هغه سیمه چې له څو کلونو راهیسې د وسلهوالو نښتو ډګر پاتې شوې ده. مسکو له اوکراین سره د پراخې جګړې له پیل راهیسې د دونباس د بشپړ کنټرول د ترلاسه کولو پر اهمیت ټینګار کړی او دا یې د خپلو پوځي عملیاتو له اصلي موخو ګڼلې ده.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له وړاندې ویلي و چې مسکو هڅه کړې وه د ځانکړو جمهوریتونو، دونېتسک او لوهانسک، او د اوکراین د حکومت ترمنځ اړیکې رامنځته کړي، خو د هغه په وینا، کییف دغه جوړښتونه په رسمیت ونه پېژندل. نوموړي دا هم ادعا کړې وه چې د دغو سیمو اوسېدونکو په ټولپوښتنه کې د اوکراین څخه د جلا کېدو غوښتنه کړې وه.




