مهم خبرونهنړیوال

روسيه او چين له طالبانو او پاکستانه د خبرو غوښتنه وکړه

روسيه او چين د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو اترو غوښتنه کړې ده. دا غوښتنه د طالبانو د ادارې ځواکونو او د پاکستان د سرحدي ځواکونو تر منځ د سختو نښتو او هم‌مهاله د پاکستان د هوايي بريدونو له کبله پر کابل او يو شمېر ولايتونو وروسته شوې ده. مسکو د وسل‌والو شخړو د پراختيا له امله اندېښنه څرګنده کړې او بېجينګ بيا د بېړني اوربند پر اعلان ټينګار کړی دی.

د روسيې د بهرنیو چارو وزارت وياندې، ماريا زاخارووا، د جمعې په ورځ د حوت پر اتمه نېټه په خپل ایکس‌پاڼه کې ليکلي چې هېواد يې د طالبانو او پاکستان تر منځ د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله اندېښنه لري. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت له دواړو لوریو غوښتي چې «خطرناکه تقابل» پای ته ورسوي او اختلافونه د سياسي او ډيپلوماتيکو لارو حل کړي.

په همدې حال کې، د چين د بهرنیو چارو وزارت وياندې، مایو نينګ، وويل چې بېجينګ د دواړو هېوادونو د پولو په اوږدو کې د تاوتريخوالي د زياتېدو له امله ژوره اندېښنه لري. هغې زياته کړه چې چين له طالبانو او پاکستانه غوښتنه کړې چې زغم وښيي او سمدستي اوربند اعلان کړي، څو د نښتو له لا پراخېدو مخنيوی وشي. د هغې په وينا، چين له دواړو خواوو سره د ډيپلوماتيکو لارو له لارې په تماس کې دی او چمتووالی لري چې د تاوتريخوالي په کمولو کې د منځګړې رول ولوبوي.

دا غوښتنې وروسته تر هغه مطرح شوې چې پاکستان پر افغانستان، په ځانګړي ډول پر کابل او يو شمېر ښارونو، هوايي بريدونه وکړل. د پاکستاني چارواکو په وينا، دا بريدونه د هغو حملو په غبرګون کې شوي چې د طالبانو اړوند ځواکونو د دوی پر سرحدي سرتېرو ترسره کړي وو.

د شخړو زياتوالی په داسې حال کې دی چې د طالبانو اداره تر اوسه نه ده توانېدلې له افغانستان ختيځ ګاونډي سره باثباته او له تاوتريخوالي پاکې اړيکې جوړې کړي. دا حالت د پولو سيمو د اوسېدونکو د امنيتي اندېښنو کچه لوړه کړې ده. چين له دواړو خواوو نږدې اړيکې لري او له ۲۰۲۱ کال وروسته يې هم له طالب چارواکو سره خپلې اړيکې ساتلې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button