روسیه او برازیل د ملي اسعارو د کارولو پر زیاتوالي هوکړه وکړه

د روسیې د ماليې وزارت اعلان کړی چې مسکو او برازیلیا پلان لري د دواړو هېوادونو په سوداګریزو معاملو کې د ملي اسعارو کارول زیات کړي، تر څو د حسابونو تصفیه د بهرنيو اسعارو له تکیې خلاصه شي.
د یاد وزارت په وینا، دواړه هېوادونه هڅه کوي داسې میکانیزمونه جوړ کړي چې د روسیې او برازیل ترمنځ سوداګري د روبل او رئال په وسیله ترسره شي. د دې تګلارې موخه د مالي تبادلو اسانتیا او د نړیوالو اسعارو د بدلون له خطرونو د مخنیوي کمول یاد شوي.
روسیه او برازیل دواړه د بریکس ډلې غړي دي؛ دا ائتلاف د نو راټوکېدونکو اقتصادونو مجموعه ده چې په وروستیو کلونو کې یې هڅه کړې د امریکا له ډالره خپلواکي ډېره کړي او د ملي اسعارو رول په سوداګرۍ او مالي چارو کې پیاوړی کړي.
په همدې لړ کې، روسیه او چین د خپلو دوجانبه سوداګريزو تبادلو یوه لویه برخه د روبل او یوان په کارولو ترسره کوي. همدارنګه برازیل او چین له خپلو ملي اسعارو سره د تصفیې میکانیزمونه رامنځته کړي، او هند هم د انرژۍ او توکو په معاملو کې د روپۍ کارول زیات کړي دي.




