د روسیې سفیر: د سویډن پوځي مرستې له اوکراین سره ۹ میلیارده ډالرو ته رسېدلې

په سویډن کې د روسیې سفیر اعلان کړی چې استاکهولم له اوکراین سره د جګړې له پیل راهیسې تر اوسه پورې ټولټال ۹ میلیارده ډالره پوځي مرسته کړې ده. د ده په وینا، دغه مالي اندازه د پوځي تجهیزاتو او دفاعي ملاتړ ډولونه پکې شامل دي.
سرګې بیلایف د ریا نووستي خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي چې دا مرستې له هغه وخت راهیسې چې مسکو یې «ځانګړې پوځي عملیات» بولي، په دوامداره توګه اوکراین ته لېږل شوي او د کییف د پوځي ملاتړ په برخه کې یې مهم رول درلودی.
د دغه روسي دیپلومات په وینا، سویډن پلان لري چې په ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو کې شاوخوا ۸ میلیارده ډالره نور هم د وسلو د پېر، د دفاعي صنعتونو د تمویل او د اوکراین د مرستې نورو بڼو ته ځانګړي کړي.
په ورته وخت کې، سره له دې چې د مسکو او کییف ترمنځ څو پړاوه خبرې شوې دي، جګړه لا هم دوام لري او د خاورې پر سر اختلافات د خبرو د پرمختګ اصلي خنډ ګڼل کېږي. دواړه لوري هڅه کوي ځان ته د جګړې په ډګر او د خبرو اترو په بهیر کې د ځواکمن دریځ لپاره خپلې تر کنټرول لاندې سیمې وساتي او پراخې کړي.




