روسیه له نړیوالو وغوښتل چې له افغانستان سره غیرسیاسي تعامل وکړي

روسیې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان په اړه یوه ټولګډونواله، غیرسیاسي او د خبرو پر بنسټ تګلاره خپله کړي او د فشار او بندیزونو پر ځای دې سیمهییزو همکاریو او عملي ملاتړ ته تمرکز وشي تر څو د دغه هېواد د وضعیت له لا خرابېدو مخنیوی وشي.
د روسیې دایمي استازی په ملګرو ملتونو، واسیلي نبنزیا، د امنیت شورا په ناسته کې وویل، برعکس د ځینو لوېدیځو هېوادونو د وړاندوینو، افغانستان د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته بشپړ سقوط نه دی کړی. هغه ادعا وکړه چې د تحریمونو د دوام سره سره، طالبان هڅه کوي چې ځینې اوږدمهاله ستونزې حل کړي او سیمهییزې همکارۍ پراخې کړي ترڅو یو پر ځان متکي جوړښت جوړ کړي. هغه وویل دا یو اوږدمهاله بهیر دی چې پرته له نړیوال ملاتړ نه شي عملي کېدای.
نبنزیا څرګنده کړه چې مسکو لا هم د ملګرو ملتونو له مرستندوی ماموریت (یوناما) او همدا راز له نوښتونو لکه د «دوحې بهیر» ملاتړ کوي؛ یو بهیر چې هدف یې له طالبانو سره د تعامل چوکاټ جوړول او افغانستان بېرته نړیوال تعامل ته ورو راستنول دي.
د روسیې استازي خبرداری ورکړ چې پر فشار، ضربالاجل ټاکلو او بندیزونو ولاړې تګلارې کولی شي د طالبانو دریځونه سخت کړي او د ملګرو ملتونو د ساحوي هڅو اغېز راکم کړي. هغه وویل سیمهییز لوبغاړي، په ځانګړي ډول د شانګهای د همکارۍ سازمان او د ګډ امنیت تړون سازمان غړي، باوري دي چې تعامل یوازینی عملي حل لاره ده.
هغه همداراز د افغانستان د کنګل شوو شتمنیو د خلاصون او پراخې پراختیايي مرستې غوښتنه وکړه. نوموړي خبرداری ورکړ چې که دا بنبست دوام ومومي، نو دا به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د حضور او عملي ظرفیتونو پر کمېدو منفي اغېز وکړي، چې دا به د دغه هېواد پر بشري وضعیت مستقیمې ناوړې پایلې ولري.
په امنیتي برخه کې، نبنزیا د ترهګریزو ګواښونو، په تیره د داعش د فعالیتونو په اړه اندېښنه څرګنده کړه. هغه وویل دغه ډله لا هم له بهرنیو مالي سرچینو څخه ګټه اخلي او بهرني جنګیالي، په ځانګړي ډول له سوریې او عراقه د جګړې تجربه لرونکي کسان، جذبوي. هغه همداراز د ناټو ځواکونو له خوا پاتې وسلو نامعلوم برخلیک او د مصنوعي مخدرو موادو د تولید زیاتېدو په اړه هم خبرداری ورکړ، هغه مسایل چې ده وویل له تروریزم سره نېغ تړاو لري.
د روسیې استازي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د لېدنو ملاتړ وکړ، په ځانګړي ډول د زیاتېدونکو ترینګلتیاوو په شرایطو کې، او له دواړو هېوادونو یې وغوښتل چې، په تېره د ترهګرۍ ضد برخه کې، خپلمنځي همکارۍ پياوړې کړي. هغه د افغانستان کړکېچن اقتصادي او ټولنیز وضعیت ته هم اشاره وکړه او له بشردوستانه بنسټونو یې د بودیجې د کمښت سره سره د دوامدارو فعالیتونو له امله مننه وکړه.
نبنزیا یو ځل بیا د روسیې د رسمي دریځ یادونه وکړه او ویې ویل چې د افغانستان د ټولو وګړو د حقونو ملاتړ، د یو ټولشموله حکومت جوړېدل او د بشري ازادیو درناوی، په ځانګړي ډول د زدهکړې او کار ته د غیر تبعیضي لاسرسي حق، د دې لپاره اړین دي تر څو افغانستان د نړیوالې ټولنې په چوکاټ کې عادي تعامل ته راستون شي؛ دا هغه غوښتنه ده چې نړیواله ټولنه لا هم له طالبانو لري.
هغه په پای کې له ملګرو ملتونو وغوښتل چې له “د افغانستان له واکمنو چارواکو” سره تعامل وکړي تر څو موجودې ننګونې حل او دا هېواد بېرته نړیوالو تعاملاتو ته راوګرځول شي.




