د روسیې او افغانستان ترمنځ الوتنې یوازې د آریانا یوې الوتنې ته محدودې دي

د روسیې د ترانسپورت وزارت اعلان کړی چې دا مهال یوازې آریانا هوايي شرکت د روسیې او افغانستان ترمنځ په الوتنو بوخت دی او هېڅ بل شرکت د دې الوتنو د ترسره کولو لپاره لیوالتیا نه ده ښودلې.
د ریا نووستی خبري اژانس د راپور له مخې، د دغه وزارت چارواکو ویلي چې نه افغان هوايي شرکتونو روسیې ته د الوتنو لپاره رسمي غوښتنلیکونه سپارلي او نه هم روسي شرکتونو افغانستان ته د الوتنو علاقه څرګنده کړې ده. د دوی په وینا، د دې هوايي څانګې د پراختیا لپاره کومه ځانګړې طرحه هم نه ده په پلان کې.
اوس مهال د دواړو هېوادونو ترمنځ هوايي اړیکې یوازې د آریانا یوه اونیزه الوتنه ده چې له کابل څخه مسکو ته د شرمتیوو هوايي ډګر له لارې ترسره کېږي. دا محدودیت د مسافرو د تګ راتګ او اقتصادي تبادلو کچه ډېره ټیټه ساتلې ده.
دغه وضعیت په داسې حال کې دوام لري چې د طالبانو د ادارې سفیر په مسکو کې مخکې له دې د تاس دولتي خبري اژانس سره په مرکه کې د سوداګریزو او ګرځندوی اړیکو د زیاتوالي خبره کړې وه او د لا زیاتو همکاریو د هڅو یادونه یې کړې وه. خو د هوايي شرکتونو د عملي علاقې نشتوالی او د الوتنو د محدود پاتې کېدو حالت ښيي چې دا ادعاوې تر اوسه په هوایي ترانسپورت کې په څرګندو او عملي ګامونو نه دي بدلې شوې.




