امنیت او پېښېمهم خبرونه
د جلالاباد د يو کور د چت رالوېدو له امله د يوې کورنۍ اوه کسان مړه شول

د ننګرهار ولايت سيمهييز چارواکي وايي، د جلالاباد ښار په يوه استوګنيز کور کې د چت د رالوېدو له امله د يوې کورنۍ اوه غړي مړه شوي او يو تن ټپي شوی دی. د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قريشي بدلون ويلي، دا پېښه د چهارشنبې په شپه د جلالاباد ښار د اووم ناحيې اړوند د غوجک په سيمه کې رامنځته شوې ده. د ده په وينا، د دې پېښې قربانيان ښځې او ماشومان دي او ټپي شوی کس د درملنې لپاره يو روغتيايي مرکز ته لېږدول شوی دی. سيمهييز چارواکي تر اوسه د کور د چت د رالوېدو د علت په اړه نور جزئيات نه دي ورکړي او د پېښې پلټنې روانې دي.




