مهم خبرونهنړیوال
د بئرالسبع ښار کې د راکټ برید له امله شپه د اندېښنې ډکه تېره شوه

د اسرایيلو راډيو راپور ورکړی چې د بئرالسبع پر ښار د يو راکټ لګېدو له امله شاوخوا زر تنه د دې ښار اوسېدونکي اړ شول چې تېره شپه له خپلو کورونو بهر تيره کړي. د دې رسنۍ د معلوماتو له مخې، دغه پېښه د سيمې اوسېدونکو کې پراخه اندېښنه رامنځته کړې ده.
د خپرې شوې راپور له مخې، راکټ د بئرالسبع ښار په يوه ښاري سيمه کې لګېدلی او د پام وړ مالي زيانونه يې اړولي دي. تر اوسه د تاوان د کره کچې يا احتمالي تلفات په اړه جزئيات نه دي اعلان شوي.
دغه راپور چې د الجزيره شبکې په وينا خپور شوی، زياتوي چې د پېښې وروسته د ښار فضا له اندېښنې او احتياط ډکه وه. بئرالسبع د اسرایيل په سويل کې له مهمو ښارونو څخه دی چې له دې وړاندې هم د راکټي بريدونو هدف ګرځېدلی دی.




