په باجور کې د يو راکټ له لګېدو د يوې کورنۍ څو غړي وژل شوي

د پاکستان رسنيو راپور ورکړی چې د افغانستان له خاورې توغول شوی يو راکټ د خيبرپښتونخوا ولايت په يوه استوګنيز کور لګيدلی او لږ تر لږه د يوې کورنۍ څلور تر پنځه غړي يې وژلي دي. دا پېښه د باجور ولسوالۍ د سالارزي په کلي کې رامنځته شوې ده.
د “خراسان ډایېري” ورځپاڼې د قربانيانو شمېر پنځه تنه ښودلی، خو جيو نيوز دا شمېر څلور تنه بللی دی. دواړو رسنيو ځایي چارواکي د پېښې ځای د افغانستان او پاکستان د پولې ته نږدې د باجور ولسوالۍ په توګه ياد کړی دی.
جيو نيوز راپور ورکړی چې دغه راکټ د افغانستان د طالبانو لخوا توغول شوی و. د طالبانو اداره تر اوسه په دې اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې او پاکستاني سرچينو هم زيات جزئيات نه دي وړاندې کړي.
دا پېښه پر داسې مهال راپور ته رسيږي چې په وروستيو ورځو کې، د پاکستان له لوري د افغانستان دننه پر هدفونو د هوايي بريدونو وروسته، د دواړو خواوو تر منځ پولي کړکېچ زيات شوی دی. د طالبانو اداره له دې وړاندې د بې پيلوټه الوتکو بريدونه او له پاکستاني ځواکونو سره د پولي نښتې تاييد کړې وې؛ هغه پېښې چې د پولي سيمو د امنيتي وضعيت په اړه اندېښنې زياتوي او د ملکي کسانو د زيان احتمال هم ډېر کړی دی.




