ریچارد بنت د طالبانو نه د نجونو د زدهکړو د بندیز د ژر لغوه کېدو غوښتنه وکړه

ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي د افغانستان لپاره، یو ځل بیا له د طالبانو نه وغوښتل چې د شپږم ټولګي نه پورته د نجونو پر زدهکړو بندیز سمدستي پای ته ورسوي. نوموړي ټینګار وکړ چې دا محدودیتونه د بشر بنسټیزو حقونو څرګنده سرغړونه ده او د افغانستان راتلونکی له جدي ګواښ سره مخ کوي.
بنت د نوي کال په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې افغانستان یوازینی هېواد دی چې د نوي کال پیل ورسره د زدهکړو کال هم پیل کېږي، خو هلته نجونې د زدهکړې له دوام څخه محرومې دي. ده زیاته کړه چې دا وضعیت نه یوازې د بشري حقونو له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی، بلکې د هېواد لپاره اوږدمهاله ټولنیزې او اقتصادي پایلې لري.
نوموړي د نجونو د زدهکړو پر بندیز «د منلو وړ نه» بللی او ویلي دي چې زدهکړه د هر انسان اساسي حق دی، او هېڅ سیاسي یا ټولنیز حالت نه شي کولای دا حق ترې واخلي. بنت څرګنده کړې چې د افغانستان نجونو ته باید ژر تر ژره د زدهکړو لاسرسی برابر شي.
په تېرو څلورو کلونو کې، نړیوالو بنسټونو، د بشري حقونو فعالانو او د هېواد د خلکو ګڼ شمېر غړو له طالبانو غوښتي چې د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیزي، خو دغه غوښتنې تر اوسه بېپاسخه پاتې شوې دي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د دې پالیسۍ دوام به میلیونونه نجونې له روښانه راتلونکې بېبرخې کړي او هممهاله به د افغانستان ټولنیزه او اقتصادي وده سخت زیانمنه کړي؛ چې مستقیمه مسئولیت یې د طالبانو پر اداره اچول کېږي.




