ریچارد بنت د ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه اندېښنه څرګنده کړه

ریچارد بنت، د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړی راپور ورکوونکی د افغانستان لپاره، ویلي چې افغان کډوال په ایران کې له قانوني او ټولنیزو ملاتړونو د نشتوالي له ستونزې سره مخ دي، او دا وضعیت په ځانګړي ډول د ښځو لپاره د اندېښنې وړ دی.
نوموړي د پنجشنبې په ورځ د حوت ۱۴مه وویل چې افغان کډوال په ایران کې له کافي ملاتړ چوکاټونو بېبرخې دي او په ډېرو مواردو کې له ټولنیز ملاتړ هم نه برخمنېږي. د هغه په وینا، ښځې د دې کډوالو تر منځ له ډېرو خطرونو سره مخ دي.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا ځانګړي راپور ورکوونکي همداراز ټینګار کړی چې د جګړې او تاوتریخوالي دوام د کډوالو ستونزې زیاتوي او د هغوی حالت لا پسې پېچلی کوي.
په همدې حال کې، ریچارد بنت د هغو د ملګرو ملتونو له کارپوهانو سره یوځای شوی چې د امریکا متحده ایالاتو او اسراییلو بریدونه پر ایران غندلي دي. دغو کارپوهانو دغه بریدونه غیرقانوني او بېاساسه بللي دي.
ایران د هغو هېوادونو له ډلې څخه دی چې د پام وړ شمېر افغان کډوال یې کوربه توب کړی دی، او د دغو کډوالو قانوني او اقتصادي وضعیت تل د نړيوالو بنسټونو د بحث موضوع پاتې شوې ده.




