له ګاونډیو هېوادونو بېرته راستنې شوې له ۲۰۰ زياتې مېرمنې سوداګرې په هرات کې خپل کاروبارونه پيل کړي

د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې ويلي، په تېرو دولسو مياشتو کې له دوو سوه زياتې هغه مېرمنې چې له ګاونډيو هېوادونو څخه راشړل شوې او افغانستان ته بېرته ستنې شوې دي، په دې ولايت کې يې خپلې سوداګريزې چارې پيل کړي دي. د دې خونې د چارواکو په وينا، ډېری دغه مېرمنې د لاسي صنايعو او خوراکي توکو د توليد په برخو کې پانګونه کړې او د کار بازار ته تللې دي.
بېناز سلجوقي، چې د هرات د ښځو د سوداګرۍ او صنعت خونې مشره ده، وايي د هغو ښځو يو د پام وړ شمېر چې سږ کال يې کاروبارونه جوړ کړي، پخوا په ايران او پاکستان کې په کار بوختې وې، او له بېرته راتګ وروسته يې وتوانېدل چې خپل مستقل سوداګريز فعاليتونه پيل کړي. د هغې په وينا، دغو مېرمنو اقتصادي خپلواکۍ ته ځان رسولی او په سوداګرۍ کې يې هم پرمختګ کړی دی.
په ورته وخت کې، يو شمېر مېرمنې سوداګرې له د طالبانو له ادارې غوښتنه کوي چې د خپلو توليداتو د صادراتو او د سيمه ييزو او نړيوالو نندارتونونو د ګډون زمينه ورته برابره کړي. هغوی وايي، پرته له عملي ملاتړ او د اړينو اسانتياوو له رامنځته کولو، بهرنی بازار ته لاسرسی لا هم محدود پاتې کېږي؛ حال دا چې د صادراتو پراختيا کولای شي د کورنيو اقتصاد پياوړتيا او د کورنيو توليداتو وده تضمين کړي.
د لاسي صنايعو د کارګاهونو او توليدي مرکزونو له جوړېدو سره، د دغو مېرمنو له لوري په هرات کې د زرګونو مېرمنو او نجونو لپاره د کار زمينه برابره شوې ده. ډېری دا مېرمنې د خپلو کورنيو نانوړې دي او د دغو فعاليتونو عوايد د کورنۍ د معيشت په تأمين کې مهم رول لري.
د هرات د سوداګرۍ او صنعت خونې د شمېرنو پر اساس، دا مهال له يو زرو او يو سل زياتې مېرمنې سوداګرې په دې ولايت کې د لاسي صنايعو، خوراکي توکو، د ساتنې او ښکلايي توکو او جامو په ګډون په بېلابېلو برخو کې په سوداګريزو او توليدي فعاليتونو بوختې دي.




