اقتصادمهم خبرونه

د طالبانو د صنعت وزیر هند ته سفر کړی؛ ټینګار پر سوداګرۍ، لارو او پانګونې

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزی وايي چې هند ته یې د خپل رسمي سفر اصلي هدف د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پراخول دي. نوموړي په یوه هندي رسنیز مرکه کې د ویزو د اسانتیا، هوایي، ځمکنيو او بحري دهلېزونو اړوند ننګونو حل، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګډې تجارتي خونو بېرته فعالولو ته اشاره کړې ده.

عزیزي ادعا کوي چې د طالبانو د ادارې له مخې، د افغانستان امنيتي وضعیت د پانګونې لپاره مناسب دی او په کانونو، کرنې او صنعت برخه کې “ډېر فرصتونه” شته. هغه د ترانزیټي لارو او بانکي سکتور کې د “وړو ستونزو” د حل پر اهمیت ټینګار کړی او زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې یوه ځانګړې کمېسیون جوړ شوی تر څو دا ستونزې د مستقیمو یا آنلاین تماسونو له لارې وڅېړي او حل کړي.

د تورخم دروازې د وضعیت او دا چې څنګه یې د پاکستان سره سوداګریزو اړیکو اغېزمن کړي پوښتنې ته په ځواب کې، عزیزي ویلي چې د افغانستان سوداګري یوازې یوې لارې پورې محدوده نه ده او اوس اړتیاوې د منځنۍ آسیا، ایران، روسیې او منځني ختیځ له لارې پوره کېږي. نوموړي پرته له دې چې د ساختاري ستونزو یا سیاسي فشارونو یادونه وکړي، ویلي دي چې د پاکستان له لورې د پولې د بندېدو د اغېزو کمښت د طالبانو د ادارې د سوداګریز سیاست یو بریالیتوب ګڼل کېږي.

همداراز، هغه د هغو پروګرامونو د دوام خبره کړې چې د نوموړي په وینا، د ښځینه سوداګرانو او پانګه‌والو د ملاتړ لپاره په هېواد کې پلي شوي دي. د هغه په وینا، د طالبانو اداره او ځینې نړیوال بنسټونه هغو شرکتونو ته چې د مېرمنو لخوا رهبري کېږي، سبسایډي او تجهیزات ورکړي، او شاوخوا ۵۵ زره رسمي ښځینه ملکیت لرونکي شرکتونه ثبت شوي دي.

دا ادعاوې پداسې حال کې مطرح کېږي چې د طالبانو تر واک لاندې، ښځې د زده‌کړې او کار له اساسي حقونو محرومې دي، او نړیوال بنسټونه او د ښځو د حقونو فعالان دغو اظهاراتو ته د شک او تردید په سترګه ګوري. د دوی په باور، دغه سیستماتیک محدودیتونه د طالبانو د اقتصادي او ټولنیزو پالیسیو ادعاوو ته تضاد رامنځته کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button