د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونهمهم سرلیک

په یوه ورځ کې ۶۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ هېواد ته ستنې شوې

د طالبانو تر ادارې لاندې رسنیو د راپور له مخې، ۶۷۹ افغانې کډوالې کورنۍ په یوه ورځ د بېلابېلو پولو له لارو هېواد ته ستنې شوې دي. دا شمېرې د جمعې په ورځ د دلو ۱۷ نېټه، د باختر خبري آژانس له‌خوا خپرې شوې دي.

د راپور له مخې، ۵۱۶ کورنۍ د ننګرهار د تورخم له لارې، ۱۲۹ کورنۍ د کندهار د سپېن بولدک له لارې، ۲۲ کورنۍ د هرات د اسلام‌قلعې له لارې او ۱۲ نورې کورنۍ د نیمروز ولایت د پل ابریشم له لارې هېواد ته راستانې شوې دي. دغه لارې د افغان کډوالو د تګ راتګ له اصلي گذرګاوو څخه ګڼل کېږي.

په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو سازمان ویلي، یوازې ۱۱ سلنه ستنېدونکي کسان دندې لري؛ دا موضوع د دغو کورنیو د ژوند حالت او د کاري فرصتونو او لومړنیو خدماتو د لاسرسي په اړه اندېښنې ډېرې کړي دي.

د دې راپور دوه ورځې مخکې هم ویل شوي وو چې نږدې ۳۰۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستانې شوې دي. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په ټوله کې ۲.۸ میلیونه افغان کډوال په ۲۰۲۵ کال کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي؛ دا پراخ ستنېدل، د طالبانو ادارې له‌خوا د روښانه پلان او اغېزمن ملاتړ نه‌شتوالي له امله، د بېرته‌راستانه شویو کسانو پر وړاندې جدي اقتصادي او ټولنیزې ستونزې رامنځته کړې دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button