د مهاجرینو خبرونهمهم خبرونه

په يوه ورځ کې له ايران او پاکستان څخه د افغانستان له ۳۵۰۰ زيات مهاجر بېرته راستانه شوي

د طالبانو د ادارې د شمېرو له مخې، په يوه ورځ کې له ګاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان څخه له ۳۵۰۰ زيات افغان مهاجر بېرته افغانستان ته ورستانه شوي دي. د دغو شمېرو له مخې، يوازې د چهارشنبې په ورځ ۷۴۵ کورنۍ چې ټول ۳۵۱۳ تنه کېږي، هېواد ته داخل شوي دي.

ملا حمدالله فطرت، د طالبانو د ادارې د مرستيال وياند، د کډوالو چارو د عالي کمېسيون له قوله ويلي چې بېرته راستانه شوي کسان له بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي دي. د اسلام قلعه په هرات، د پل ابريشم په نيمروز، د سپين بولدک په کندهار، د بهرامچې په هلمند او د تورخم په ننګرهار کې بندرونه د دې راتګونو اصلي لارې بلل شوي دي.

د نوموړي په وينا، له بېرته راستانه شويو کورنيو څخه ۶۲۷ کورنۍ چې ټول ۳۴۸۷ تنه کېږي، خپلو اصلي استوګنځايو ته لېږدول شوي او ۶۶۰ کورنيو ته د راتګ په وخت کې بشردوستانه مرستې برابرې شوې دي. همدارنګه د مخابراتي شرکتونو له لوري ۷۱۴ سيم‌کارتونه بېرته راګرځېدونکو مهاجرينو ته ورکړل شوي دي.

د طالبانو د ادارې مرستيال وياند زياتوي چې يوه ورځ مخکې هم ۳۶۱۰ افغان مهاجر له ايران او پاکستان څخه بېرته هېواد ته راستانه شوي وو. په همدې مهال، مدني بنسټونو او د مهاجرينو کورنيو څو ځلې ټينګار کړی چې د پراخو بېرته ستنېدنو روان بهير، پرته له دندې، سرپناه او بنسټيزو خدماتو څخه، پر راستنېدونکو دروند فشار راوړي او د طالبانو د ادارې مسووليت د دوی د دايمي پاملرنې په برخه کې لا څرګندوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button