د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د زیاتېدو له امله د سره صلیب نړیوالې کمېټې اندېښنه

د سره صلیب نړیوالې کمېټې مشرې، میرجانا سپولیاریک، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د نښتو د چټک زیاتېدو له امله ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. هغې ویلي، د دې سیمې اوسېدونکي چې له لسیزو جګړو او د خپلوانو له لاسه ورکولو وروسته ستړي دي، اوس يو ځل بیا له نوې تاوتريخوالي سره مخامخ دي.
میرجانا ټینګار کړی چې ملکي وګړي، ټپیان او هغه کسان چې نور په جګړه کې برخه نه لري، باید په هر حالت کې خوندي وساتل شي. د هغې په وینا، ټولو اغېزمنو ته د بشري مرستو رسول او د روغتونونو او بنسټیزو خدماتو ساتنه د نړیوالو بشردوستانه قوانینو له اساسي شرطونو څخه دي.
د سره صلیب رئیسې زیاته کړې چې دا اداره د افغانستان او پاکستان د هلال احمر ټولنو سره په ګډه د دواړو لوریو د روغتیايي مرکزونو د ملاتړ لپاره چمتووالی نیسي. نوموړې همداراز له ټولو خواوو وغوښتل چې د جګړې قوانین مراعت کړي او د شخړو کمول د لومړیتوب په توګه په پام کې ونیسي، څو د بحران له لا پراختیا مخنیوی وشي.




