د سره صلیب کمېټې له خوا په هرات کې ۱۴۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې شوې

د نړیوالې سره صلیب کمېټې ویلي دي چې د لمر د انرژۍ پر بنسټ د یوې سیمهییزې اوبهرسونې له سیستم څخه په ګټې اخیستنې سره یې د هرات ولایت د شیندند ولسوالۍ ۱۴۰۰ کورنیو ته پاکې اوبه برابرې کړې دي.
د دې بنسټ مسؤلې، کاترینا ریتز، د یکشنبې په ورځ د دلو پنځمه، په ټولنیز شبکه «ایکس» کې په یو پیغام کې ویلي چې دا اقدام د هغو هڅو یوه برخه ده چې موخه یې د زیانمنو سیمو اوسېدونکو ته د شفافو اوبو د لاسرسي ښهوالی دی. هغې ټینګار کړی چې پایدارې حللارې کولای شي د اوبو د بحران د کمېدو په برخه کې مهم رول ولوبوي.
په همدې حال کې، د ملګرو ملتونو اړوند بنسټونو څو ځله د پاکو اوبو د شدید کمښت او د افغانستان د اوسېدونکو د محدود لاسرسي په اړه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې په افغانستان کې له هر لس کسانو څخه اتو ته له ککړو اوبو څخه د استفادې اړتیا پېښېږي.
افغانستان په وروستيو کلونو کې له پرلهپسې وچکالۍ سره مخ شوی او د طالبانو د ادارې لهخوا د مؤثر پلان جوړونې او زیربنایي پانګونې نشتوالی د اوبو د لاسرسي وضعیت په ډېرو ولایتونو کې لا نور هم کړکېچن کړی دی؛ دا وضعیت تر ټولو زیات د ماشومانو او ټیټ عاید لرونکو کورنیو روغتیا ګواښي.




