دين او اندونهمهم خبرونه
په کابل کې د رمضان د اوقات اعلان، خو د میاشتې رسمي پيل لا نه دی تاييد شوی

د حج او اوقاف وزارت د کابل ښار او شاوخوا سيمو لپاره د مبارک رمضان د افطار او سحري اوقات اعلان کړي او د چهارشنبې، د سلواغې ۲۹مه يې د دې مياشتې د لومړۍ ورځې په توګه ټاکلې ده. دغه اوقات د حنفي فقهې له مخې ترتيب شوي دي.
سره له دې اعلان، د طالبانو اداره تر اوسه په رسمي ډول د رمضان د مياشتې پيل نه دی تاييد کړی. هر کال د هلال رسمي رؤيت له خوا د مسؤلو ادارو د هېواد د روژې د پيل بنسټ ګڼل کېږي.
د رسمي اعلان نهشتوالی په داسې حال کې رامنځته شوی چې وګړي د خپلو عبادتي چمتووالي او ورځنيو چارو د تنظيم لپاره کره او پر وخت معلوماتو ته اړتيا لري. تمه کېږي مسؤلې ادارې ژر تر ژره په دې اړه لازم وضاحت ورکړي تر څو له احتمالي ګډوډۍ مخنيوی وشي.




