امنیت او پېښېمهم خبرونه

په ۲۵ ولایتونو کې د ورښت، سېلابونو او واورې خبرداری

د طالبانو د ترانسپورت او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې تر سبا د ورځې تر پایه، په ۲۵ ولایتونو کې د باران، سېلابونو، رعد او برق او نسبتاً تېزو بادونو امکان شته. دا خبرداری د ننګرهار، کونړ، لغمان، نورستان، کاپیسا، پنجشیر، پروان، بغلان، سمنګان، بلخ، بدخشان، تخار، کندوز، کابل، میدان وردګ، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، ارزګان، دایکنډي، بامیان او غور ولایتونو لپاره صادر شوی دی.

د دې ریاست د وړاندوینې له مخې، په ځینو دغو سیمو کې د سیمه ییزو سېلابونو د راوتلو احتمال هم شته. همدارنګه، د سالنګونو پر لویه لاره د واورې ورېدل اټکل شوي چې د وسایطو پر تګ راتګ اغېز کولی شي.

سالنګونه د هېواد د شمال او مرکز ترمنځ یو له مهمو مواصلاتي لارو څخه شمېرل کېږي، او د واورې ورېدل په دې لاره کې معمولاً د ترافیکي محدودیتونو یا موقتي بندېدو لامل ګرځي. د هوا پېژندنې ریاست له د دغو ولایتونو له اوسېدونکو غوښتنه کړې چې د احتیاط تدابیر په پام کې ونیسي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button