ټولنهیزمهم خبرونه
په ۲۴ ولایتونو کې د باران او واورې اټکل شوی دی

د طالبانو د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست اعلان کړی چې د دوشنبې په ورځ، د کب اتلسمه نېټه، په ۲۴ ولایتونو کې د باران او واورې امکان شته.
د دغه وړاندوینې له مخې، کابل، فراه، هرات، بادغیس، غور، فاریاب، سرپل، بلخ، سمنګان، بغلان، کندز، تخار او بدخشان ولایتونه د دې خبرتیا برخه دي.
همدارنګه نورستان، کنړ، لغمان، ننګرهار، کاپیسا، پنجشیر، پروان، لوګر، میدان وردګ، بامیان او دایکنډي ولایتونه هم د باران او واورې د اورښت شاهدان به وي.
د هوا پېژندنې ریاست د اورښت د دقیقې اندازې او پر لویو لارو د احتمالي اغېزو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي؛ خو ویل شوي چې د ځینو غرنیو سیمو اورښت ښايي د سړکونو د ښویېدو او تګ راتګ د ستونزو لامل شي.



