د قوشتپې کانال د دویم پړاو ۹۸ سلنه کار بشپړ شوی دی

د ملي انکشاف شرکت ویلي چې د قوشتپې کانال د دویم پړاو ۹۸ سلنه کارونه بشپړ شوي او دا برخه به ډېر ژر ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د دې شرکت د معلوماتو له مخې، په دې پړاو کې د ډېرو ودانیو او ساختماني چارو کار پای ته رسېدلی دی.
نبیالله ارغندیوال، د ملي انکشاف شرکت ویاند، ویلي چې د دې کانال د سر بندونو د جوړولو کار هم له ۹۰ سلنې زیات پرمختګ کړی او د بشپړېدو بهیر یې روان دی.
د نوموړي په وینا، د کانال په اوږدو کې ۲۵ پلونه او د اوبو د مهار تاسیسات تر جوړېدو لاندې دي چې د هغوی کار هم په چټکۍ روان دی او تمه ده په نږدې راتلونکې کې بشپړ شي.
د قوشتپې کانال دویم پړاو ۱۷۷ کیلومتره اوږدوالی لري. دا پروژه د هېواد له سترو زیربنایي طرحو څخه ګڼل کېږي چې له بشپړېدو سره به په شمالي سیمو کې د اوبو سرچینې ډېرې شي او د کرنې سیمې به پراخې شي.
په همدې حال کې، څېړونکي بیا ټینګار کوي چې د طالبانو اداره باید د لویو پروژو تر څنګ د مالي شفافیت، تخنیکي ارزونو او د اوبو د عادلانه مدیریت ډاډ هم ورکړي، څو د دې پروژې ګټې د بېلابېلو سیمو اوسېدونکو ته په متوازن ډول ورسېږي.




