مهم خبرونهنړیوال

د قطر سفیر په کابل کې د قطر د امیر علمي جایزه ترلاسه کړه

د قطر سفیر په کابل کې اعلان وکړ چې د شیخ تمیم بن حمد بن خلیفه آل ثاني، د قطر د امیر له لوري د دکتورا د ترلاسه کولو له امله تقدیر شوی او د دغه هېواد علمي جایزه یې ترلاسه کړې ده. دا جایزه هغو کسانو ته ورکول کېږي چې په بېلابېلو برخو کې یې د دکتورا درجه ترلاسه کړې وي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، یو شمېر نجونې هم چې په بېلابېلو څانګو کې یې تر دکتورا کچه زده کړې کړي، د دې جایزې ګټونکو په لړ کې شاملې شوې دي. دا اقدام د قطر د علمي هڅونې د پروګرامونو په چوکاټ کې ترسره کېږي.

د قطر د علمي لاسته راوړنو کلنۍ جایزه هر کال هغو ځوانانو ته ورکول کېږي چې په علمي برخه کې برجسته لاسته راوړنې ولري. دا پروګرام د قطر د تعلیمي پالیسۍ یوه برخه ده چې موخه یې د څېړنې پیاوړتیا او د لوړو زده کړو کچې لوړول دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button