قطر په کابل کې خپله دیپلوماتیکه استازولي لوړه کړې ده

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې قطر په کابل کې د خپل پخواني سرپرست مآمور مردف القاشوطي ماموریت د سفیر په سویه ارتقا کړی دی. د یاد وزارت په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، القاشوطي خپل اعتبارلیک د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ته سپارلی دی.
په دې لیدنه کې، متقي د تجارت او د افغان کاري ځواک قطر ته د لېږد په ګډون، په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو همکاریو د پراخېدو هرکلی کړی او د افغان کارګرانو د استولو د بهیر د چټکتیا غوښتنه یې کړې ده. هغه ویلي چې یادې همکارۍ کولی شي د دواړو هېوادونو اړیکې یو نوي او پراخ پړاو ته داخله کړي.
مردف القاشوطي هم ژمنه کړې چې د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره به لا ډېرې هڅې وکړي. د هغه په وینا، قطر به په سیمهییز او نړیوال سطحه خپل منځګړیتوب ته دوام ورکړي.
سره له دې چې د طالبانو اداره د دې اړیکو پرمختګ ته هرکلی ویلي، لا هم د قطر د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه په کابل کې د خپل سفیر د ټاکلو او له طالبانو سره د رسمي اړیکو د کچې په اړه څه نه دي ویلي. قطر تر دې دمه د طالبانو اداره په رسمي توګه نه ده پېژندلې، خو د تېرو څلورو کلونو راهیسې د دواړو لوري ترمنځ تعاملات روان دي.
سره له دې چې قطر د افغانستان په چارو کې فعال هېواد پاتې شوی او د تېرې intra-Afghan مذاکراتو کوربه هم و، په کابل کې یې د دیپلوماتیک حضور لوړول، پرته له دې چې د طالبانو اداره رسمآ وپېژني، د دې هېواد د واقعی دریځ په اړه پوښتنې راپارولې دي. د قطر د رسمي او شفاف دریځ نشتوالی ښيي چې دا هېواد ښايي غواړي خپلې سیمهییزې او نړیوالې اړیکې متوازنې وساتي.




