مهم خبرونهنړیوال

د قطر او ترکيې له خوا د حماس د وسلو سپارلو احتمالي طرحه

ځینې اسرائيلي سرچينې وايي چې د قطر او ترکيې حکومتونو د حماس ډلې د وسلو سپارلو لپاره يوه نوې طرحه وړاندې کړې، چې هدف يې د اوربند د دويم پړاو پرمهال په غزه کې د حماس بې‌وسلې کول دي. د دغو سرچينو په وينا، دا طرحه دوه امکانات لري: يا خو د حماس وسلې به د نړيوالو بنسټونو تر څار لاندې زېرمې کړل شي، يا به دا وسلې د فلسطيني خپلواکې ادارې ته وسپارل شي.

دغه سرچينې همداراز يادونه کوي چې د دې طرحې د بشپړ پلي کېدو لپاره دوه کاله موده ټاکل شوې، خو د اسرائيلو چارواکي هڅه کوي چې دا موده راکمه او چند مياشتو ته محدوده کړي.

له بلې خوا، د دې طرحې په اړه د شننو له ډېرېدو سره، د حماس مشر خليل الحيه په غزه کې څو ځل ويلي چې د حماس د وسلو سپارل د اسرائيلو د اشغال له پای ته رسېدو سره تړلي دي. نوموړي ټينګار کړی، که چېرې اشغال پای ته ورسوي، حماس چمتو دی چې خپلې وسلې هغه راتلونکې فلسطيني حکومت ته وسپاري چې د خلکو په استازيتوب به په غزه واک ولري.

د الحيه ټينګار پر دې چې تر اشغالګرانو پورې به وسله وساتل شي، د فلسطينيانو او اسرائيلي لوري ترمنځ د جدي نظر اختلاف ښيي. وروستي پرمختیاوې يو ځل بيا په غزه کې د بحران د پيچلې سياسي پروسې او سيمه‌ييزې منځګړتيا د مهم رول څرګندونه کوي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button