قطر د طالبانو او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي د کمولو هڅې کوي

د قطر صدراعظم او د بهرنیو چارو وزیر، محمد بن عبدالرحمان آلثاني، وايي چې هېواد یې د طالبانو د ادارې او پاکستان ترمنځ د تازه راپورته شوو ترینګلتیاوو د کمولو لپاره هلې ځلې کوي. نوموړي دا څرګندونې د ‘دوحې مجمع’ د درېویشتم پړاو په غونډه کې وکړې؛ د یادې غونډې اصلي تمرکز د سیمې پر بحرانونو و، چې پکې د افغانستان او فلسطین وضعیت هم شامل و.
آلثاني ټینګار وکړ چې د سیمې ستر بحرانونه یوازې هغه مهال حل کېدای شي چې اصلي لوبغاړي د خبرو اترو برخه وي. د ده په وینا، د اغېزناکو اړخونو له پامه غورځول د شخړو د سياسي حل بهیر له بندون سره مخ کولی شي.
قطر له هغو څو محدودو هېوادونو څخه دی چې لاهم له طالبانو سره رسمي اړیکې لري، او دې هېواد د طالبانو له ډلې سره په ګڼو سیاسي خبرو کې د منځګړيتوب رول لوبولی دی. سره له دې، د طالبانو او پاکستان ترمنځ دوامدارې سرحدي او امنیتي شخړې د سیمې هېوادونه اندېښمن کړي دي. شنونکي باور لري چې که طالبان په خپلو سختدریځه دریځونو کې د ګاونډیانو او د افغانستان د ولس پر وړاندې بدلون رانه ولي، نو د دغه ډول منځګړيتوب هڅې به هم مطلوبه نتیجه ور نه کړي.




