د قطر امیر او د عمان سلطان د سیمهییزو کړکېچونو د کمېدو غوښتنه وکړه

د قطر د سلطنتي دربار لهخوا اعلان شوی چې شیخ تمیم بن حمد آل ثاني، د قطر امیر، د عمان له سلطان هیثم بن طارق سره په ټيلیفوني اړیکه کې د وروستیو بدلونونو او سیمهییزو کړکېچونو په اړه خبرې کړې دي. دواړو لورو د کړکېچونو د کمېدو او د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره د دیپلوماتیکو لارو د کارولو پر اړتيا ټينګار کړی دی.
د دې اعلاميې له مخې، چې د الجزیره شبکې هم خپره کړې ده، د دواړو هېوادونو مشرانو خبرې اترې او سیاسي لارې د بحرانونو د پراخېدو د مخنیوي تر ټولو غوره لاره بللې ده. قطر او عمان په وروستیو کلونو کې هڅه کړې چې د سیمهییزو شخړو په منځګړیتوب کې فعال رول ولوبوي.
په دې تماس کې د قطر امیر د عمان د وزیرانو د شورا د چارو مرستیال صدراعظم فهد بن محمود آل سعید د مړینې له امله د عمان له سلطان او د هغه له کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندونه وکړه. هغه همدارنګه د صحار ولایت په یوه پېښه کې، چې دوه بېپیلوټه الوتکې لوېدلې وې او دوه کسان پکې وژل شوي، د قربانیانو د کورنیو سره غمرازي وکړه او د ټپیانو د ژر روغېدو دعا یې وکړه.
د عمان سلطنتي دولت مخکې ویلي و چې د صحار په دې پېښه کې د دوو ډرون الوتکو د لوېدو له امله دوه تنه وژل شوي دي.
دغه پرمختګونه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په سیمه کې وروستي کړکېچونه، په ځانګړي ډول د امریکا او اسرايیل له لوري له ایران سره د پوځي نښتو وروسته، د بېثباتۍ د پراخېدو اندېښنې پیدا کړې دي. ایراني چارواکو ویلي چې دا اقدامات یې د خپل حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع په چوکاټ کې ترسره کړي دي. هممهاله، د سیمې یو شمېر هېوادونو پر زغم او د خبرو اترو د لارو د بیا راژوندي کولو پر اړتیا ټینګار کړی دی.




