مهم خبرونهنړیوال

قطر: د ايران د بريدونو د درولو او د سيمې د تاوتريخوالي د کمولو هڅې روانې دي

د قطر د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې د څو هېوادونو مشران په جدي توګه هڅه کوي څو د ايران بريدونه ودرول شي او د سيمې د تاوتريخوالي د کمېدو بهير پيل شي. نوموړي ټينګار وکړ چې دا مهال اصلي تمرکز د شخړې د پراخېدو مخنيوي او د اوسني وضعيت د کنټرول پر برخه کې دی.

ماجد الانصاري د ديپلوماټيکو تماسونو ته په اشارې سره وويل چې له جنګ د پيل راهيسې يوازې يو تماس د قطر د لومړي وزير او د ايران د بهرنيو چارو د وزير تر منځ شوی دی. د هغه په وينا، سره له دې چې تماسونه محدود دي، د اړيکو لارې لا هم پرانيستې پاتې دي او دوحه هڅه کوي له همدې مجراوو څخه د تاوتريخوالي د کمېدو لپاره کار واخلي.

دا قطري چارواکي زياته کړه چې هېواد يې لا هم پر ديپلوماسۍ باور لري او له هرې خوا هرکلی کوي چې د جګړې د پای ته رسېدو په بهير کې رول ولوبوي. نوموړي د ښکېلو لوريو يا ځانګړو نوښتونو په اړه نور جزئيات وړاندې نه کړل.

الانصاري همدارنګه وويل چې دوحه د خپلو سوداګريزو شريکانو پر وړاندې خپلو ژمنو ته وفاداره ده، خو اوسني شرايط د ځينو فعاليتونو د ځنډ لامل شوي دي. قطر چې په تېرو کلونو کې د سيمه ييزو شخړو په منځګړيتوب کې رول لوبولی، يو ځل بيا ټينګار کوي چې د کړکېچ د مهار لپاره سياسي لارې چارې غوره دي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button