په قرهباغ کې د دوکانونو کرايې زياتې شوې؛ دوکانداران د بيا کتنې غوښتنه کوي

د کابل د قرهباغ ولسوالۍ د بازار يو شمېر دوکانداران وايي، په وروستيو کلونو کې د دوکانونو د کرايې د پام وړ زياتوالي د دوی اقتصادي توان سخت کم کړی او د تجارتي فعاليت دوام يې ستونزمن کړی دی. دوی له د ښاروالۍ له مسؤلينو غوښتي چې په خپل وروستي تصميم بيا کتنه وکړي او د خلکو اقتصادي وضعيت په پام کې ونيسي او کرايې راکمې کړي.
د دوکاندارانو په وينا، لګښتونه په داسې حال کې ډېر شوي چې بازار له نسبي ځوړ سره مخ دی او ډېری کوچني کسبهکاران د خرڅلاو له کمېدو سره مخامخ دي. دوی خبرداری ورکوي چې د دې بهير دوام کولای شي د يو شمېر دوکانونو د تړل کېدو او د تجارتي فعاليتونو د کمېدو لامل شي.
په غبرګون کې، د قرهباغ ښاروالۍ په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې په دې ولسوالۍ کې ۱۶ مارکېټونه شته چې شااوخوا ۱۵۰۰ دوکانونه لري، او ټول د ښاروالۍ رسمي ملکيت دی، نه شخصي ملکيت. د دې خبرپاڼې له مخې، د کرايې د ټاکلو او اداري چارو واک د ښاروالۍ قانوني صلاحيت دی.
ښاروالۍ ټينګار کړی چې د کرايې د ټاکلو بهير د منظمې ارزونې او طرحې پر بنسټ ترسره شوی، څو عايد په شفاف ډول راټول او د عامه خدماتو، د بازار تنظيم، نظافت، امنيت او زيربناوو په برخو کې ولګول شي. يادې ادارې هغه ادعاوې بېاساسه وبللې چې د اخاذۍ يا د ځمکې د غصب په اړه شوي او ويلي یې دي چې د کرايې بدلونونه د قوانينو او مقرراتو له مخې ترسره شوي دي.
خو په داسې حال کې چې د طالبانو اداره تل د قانون پر تطبيق او د عامه ګټو پر تأمين ټينګار کوي، دوکانداران وايي چې پرېکړې دې د اقتصادي واقعيتونو او د خلکو د توان له مخې وشي. د دوی په باور، د کوچنيو کسبهکارانو د عملي ملاتړ نشتوالی کولای شي په ولسوالۍ کې اقتصادي فشارونه زيات کړي.
د قرهباغ ښاروالۍ زياته کړې چې د دوکاندارانو او کراچیدارانو اندېښنو ته د غوږ نيولو لپاره چمتو ده او دا موضوع به د قانون په چوکاټ کې وڅېړي او مشوره به وکړي؛ خو وروستۍ پرېکړه به د قانون، عدالت او عامه ګټو پر اساس ترسره کېږي.




