د قیصار–لامان د سړک د بیا رغونې تړون لاسلیک شو

د طالبانو تر ادارې لاندې د عامه ګټو وزارت اعلان کړی چې د قیصار–لامان د سړک ۵۰ کیلومتره د بیا رغونې تړون له یوې ساختماني شرکت سره لاسلیک شوی دی، او د دې پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې په رسمي ډول پیل شي.
د دې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلي، د سړک دا برخه د بادغیس ولایت د مقر ولسوالۍ څخه پیل کېږي او د بالامرغاب ولسوالۍ پر لور غځېږي. د پروژې مالي لګښت به د عامه ګټو وزارت له بودجې څخه پوره کېږي، او تمه ده چې دا پروژه په درېیو کلونو کې بشپړه شي.
د طالبانو د ادارې مسؤلین ټینګار کوي چې د قیصار–لامان سړک د افغانستان د حلقوي سړک یوه برخه ده او د دې وزارت د مهمو زیربنایي پروژو په لېست کې شامل دی؛ دا لار له مخکې څخه د خراب وضعیت له امله د تګ راتګ له جدي ستونزو سره مخ وه.
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، له دې پروژې د بشپړېدو وروسته به د خلکو تګ راتګ، د سوداګریزو توکو او کرنیزو محصولاتو لېږد اسانه شي، او د ترانسپورت لګښتونه به راکم شي. خو سیمهییزو کارپوهانو تل د پروژو د پلي کېدو په بهیر کې د شفافیت، دوامداره څارنې او د اوږدمهاله ځنډونو د مخنیوي ټینګار کړی دی؛ هغه موضوع چې د طالبانو تر ادارې لاندې په ډېرو زیربنایي پروژو کې پرې انتقاد شوی دی.




