امنیت او پېښې
په قيصار کې د لاسي بم چاودنې يو ۲۸ کلن ځوان وژلی دی

د فارياب د امنيې قوماندانۍ ويلي چې د دې ولايت د قيصار ولسوالۍ په يوه پېښه کې د لاسي بم د چاودنې له امله يو ۲۸ کلن ځوان خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د امنيې قوماندانۍ وياند مولوي عبدالله مرادي وايي، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې او قرباني سيد صفيالله نومېده چې د قيصار ولسوالۍ د زيارتګاه کلي اوسېدونکی و. د پوليسو د ورکړل شوو معلوماتو له مخې، چاودنه هغه مهال شوې ده چې ياد ځوان د خپل د خوب خونې دننه له لاسي بم سره لوبې کولې. دا موضوع يو ځل بيا د دې اندېښنو د زياتېدو سبب شوې چې د استوګنځايونو په سيمو کې چاودېدونکو توکو ته د خلکو لاسرسی لا هم اسانه دی. د امنيې قوماندانۍ وياند زياته کړه چې د پېښې د څرنګوالي په اړه پلټنې پيل شوي او د څېړنو پايلې به تر بشپړېدو وروسته له رسنيو سره شريکې شي.




