مهم خبرونهنړیوال

استرالیا سپاه پاسداران انقلاب اسلامي ايران د تروریزم ملاتړو نوملړ ته شامل کړ

د استرالیا د بهرنیو چارو وزارت په رسمي توګه اعلان کړی چې د ایران د سپاه پاسداران انقلاب اسلامي یې د حکومت له لوري د تروریزم ملاتړو ډلو په نوملړ کې شامل کړی دی. دا پرېکړه د استخباراتي ادارو د ارزونو پر بنسټ شوې او پر همدې اساس ادعا شوې چې د یادې ایراني ډلې اړوند ځواکونه د یهودیانو پر ضد د بریدونو په چمتو کولو کې په استرالیا کې رول لري.

د استرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د سپاه پاسداران لخوا د احتمالي خصمانه فعالیتونو په اړه د استخباراتي معلوماتو تر ترلاسه کولو وروسته، حکومت پرېکړه وکړه چې دغه ډله د تروریزم ملاتړو په لسټ کې شامل کړي. نوموړې ټینګار وکړ چې د یهودیانو د اوسېدونکو امنیت د حکومت له مهمو لومړیتوبونو څخه دی.

له دې مخکې هم، د روان کال د سنبلې په میاشت کې، د استرالیا حکومت د ایران اسلامي جمهوریت د سیدني او ملبورن په ښارونو کې په دوو یهود ضد پېښو کې په لاس لرلو تورن کړی و. وروسته له دې، استرالیا کې د ایران سفیر ته امر وشو چې تر یوې اوونۍ پورې باید له دغه هېواده ووځي.

نزدې درې اونۍ وړاندې د استرالیا استازو مجلس په اکثریت رأیو دا اجازه ورکړې وه چې سپاه پاسداران دې په رسمي ډول د حکومت له لوري د تروریزم ملاتړو موسسو او سازمانونو په لیست کې شامل شي. دا اقدام د نړیوالې ټولنې له پلوه د دغې ایراني ډلې د سیمه‌ییز او نړیوال رول په اړه د زیاتیدونکو اندېښنو انعکاس بلل شوی دی.

له دې پرېکړې د خپرېدو سره سم، د ایران د بهرنیو چارو وزارت اندېښنه څرګنده کړې او یادې ادعاوې یې بې‌اساسه بللې دي. د دې وزارت ویاند اسماعیل بقایي ټینګار کړی چې «اسلامي جمهوریت د هر ډول یهود ضد عمل مخالف دی».

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button