پوتین د پوسایدن نومې هستوي اژدر د بریالي آزموینې اعلان وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اعلان کړی چې هېواد یې د پوسایدن په نوم یو خپلسری هستوي اژدر بریالۍ آزموینه ترسره کړې ده. نوموړي دا خبره د مسکو په یوه روغتون کې له ټپی شویو روسي سرتېرو سره د لیدنې پر مهال وکړه او دا پرمختګ یې د ویاړ وړ وباله.
پوتین وویل چې دغه آزموینه د سې شنبې په ورځ ترسره شوې او دا لومړی ځل و چې یاد اژدر د یو داسې اوبتل لخوا توغول شوی و، چې هستوي انجن لري. د هغه په خبره، پوسایدن د هستوي ځواک د برخې په فعالېدو سره، د نورو ورته نظامي وسایلو په پرتله بېساری ژوروالی او چټکتیا ښودلې ده.
د روسي رسنیو د راپورونو له مخې، پوسایدن کولای شي د رادیواکتیف موادو له امله ککړې څپې رامنځته کړي، چې له امله یې د سمندرونو ساحلي سیمې د انسانانو لپاره د ژوند کولو وړ نه وي. تر اوسه د دې اژدر دقیقې تخنیکي ځانګړتیاوې د روسیې له خوا نهدي افشا شوي.
پوتین دا بریا «یو ستر پرمختګ» وباله او ادعا یې وکړه چې پوسایدن د سرمت نومې بینالقاروي توغندي پر وړاندې هم ډېرې وړتیاوې لري او هیڅ دفاعي سیستم نه شي کولی دا اژدر شنډ کړي.
دا پرمختګ په داسې حال کې پېښیږي، چې روسي چارواکي په اوکراین کې د خپل نظامي ځواک د ښودلو هڅه کوي. روان جنګ نه یوازې د درنو انساني زیانونو سبب شوی، بلکې د هستوي وسلو د استعمال ګواښ د نړیوال امنیت په برخه کې ژورې اندېښنې زېږولې دي. له بلې خوا، د طالبانو اداره چې تل یې ځان د روسیې نږدې متحد معرفي کړی، تر اوسه د دغو هستوي خوځښتونو په تړاو هیڅ مستقل غبرګون نهدی ښوولی او د دوی چوپتیا پوښتنې راولاړې کړې دي.




