مهم خبرونهنړیوال

د پوتین او السیسي ټیلیفوني خبرې د منځني ختیځ د شخړو د سمدستي درولو غوښتنه کوي

د کرملین ماڼۍ اعلان کړی چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین او د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي د یوې ټیلیفوني اړیکې پر مهال د منځني ختیځ د تحولاتو په اړه خبرې کړې او د سیمې د جګړو د سمدستي درولو اړتیا یې ټینګه کړې ده.

د خپرې شوې خبر له مخې، دواړو لورو د منځني ختیځ اوسنی وضعیت په تفصیل سره ارزولی او د تاوتریخوالي د کمولو او د بحرانونو د پراخېدو د مخنیوي په اړه یې خپل لیدلوري تبادله کړي دي. د دغو خبرو د مشخصو موضوعاتو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.

په دې اړیکه کې همدارنګه د دواړو هېوادونو د دوه اړخیزو همکاریو پر پیاوړتیا تمرکز شوی او د روسیې او مصر ولسمشرانو د انرژۍ او صنعت په برخو کې د ستر پانګونې پروژو په اړه نظرونه تبادله کړي دي. دغه پروژې د دواړو هېوادونو د مخ پر زیاتېدونکو اقتصادي اړیکو یوه برخه بلل کېږي.

روسیه او مصر په وروستیو کلونو کې خپلې سیاسي او اقتصادي اړیکې په بېلابېلو برخو کې پیاوړې کړې دي او د دواړو هېوادونو د مشرانو منظمې خبرې اترې د همدې بهیر یوه برخه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button