مهم خبرونهنړیوال

پوتین: روسیه به ونزوېلا د بهرنیو فشارونو پر وړاندې ولاړه ده

ولادیمیر پوتین، د روسیې ولسمشر، د نوي میلادي کال د مبارکۍ په پیغام کې نیکولاس مادورو ته ویلي چې مسکو به د بهرنیو فشارونو پر ضد د ونزوېلا او د دغه هېواد د خلکو ترڅنګ ولاړ پاتې شي.

پوتین په دغه پیغام کې د روسیې او ونزوېلا تېرو کالونو دوه اړخیزې اړیکې «ډېره بریالۍ» بللې او د دواړو هېوادونو د همکارۍ د پرمختګ له امله یې خوښي څرګنده کړې ده. هغه ویلي چې د مسکو او کاراکاس اړیکې په بېلابېلو برخو کې د پراختیا په حال کې دي.

د روسیې ولسمشر همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکې همکارۍ او شراکت تړون پر اهمیت ټینګار کړی، هغه تړون چې د ده په وینا د باکیفیته او مثبتو همکاریو د پیاوړتیا لپاره لازم بنسټونه برابر کړي دي.

پوتین د هغو «بې‌سارې بهرني فشارونو» یادونه هم کړې چې ونزوېلا ورسره مخ ده او ټینګار یې کړی چې روسیه به ددغه هېواد له خلکو سره پر تلپاتې همبستګۍ ولاړه وي. ده د مسکو چمتووالی څرګند کړی چې له کاراکاس سره به په دوه اړخیزو او نړیوالو موضوعاتو کې نږدې همکاري ته دوام ورکړي.

پوتین په پای کې نیکولاس مادورو ته د روغتیا او بریا هیله څرګنده کړه او د ونزوېلا خلکو ته یې د سولې او خوشحالۍ دعا وکړه.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button