پوتین: روسیه به خپلو موخو ته رسېږي

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د نوي میلادي کال په مناسبت د مبارکۍ په پیغام کې ټینګار وکړ چې روسیه به د خپلو امکاناتو په زور د خپلو موخو د ترلاسه کولو لار ته دوام ورکړي.
هغه د روسیې له وګړو سره په خبرو کې وویل، د دغه هېواد خلک د خپلو لاستهراوو په مټ د روسیې په زرکلن تاریخ کې نوي فصلونه پرانیزي او د هېواد د راتلونکي په پرمختګ کې د وګړو ونډه پرېکونکې ده.
پوتین د خپل پیغام په یوه برخه کې د روسیې پر پوځیانو هم خبرې وکړې او ویې ویل چې پوځیان د مسکو له خوا د «ځانګړې پوځي عملیاتو» په نوم د اقدام په چوکاټ کې د خپل هېواد د دفاع مسوولیت پر غاړه لري، او میلیونونه روسان د نوي کال په شپه له هغوی سره خواخوږي څرګندوي.
د روسیې ولسمشر په پای کې یو ځل بیا د پرمختګ پر لور د دوام ټینګار وکړ او د خپل هېواد خلکو ته یې د راتلونکي کال د خوشبختۍ او الهام بښونکي مینې هیله څرګنده کړه.




