مهم خبرونهنړیوال

پوتین د اوکراین ختیځ ته د روسي ځواکونو د پرمختګ امر وکړ

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین له پوځ سره د پوځي نښتو په لړ کې خپلو ځواکونو ته امر کړی چې د کراسنوار میسک او دیمتروف ختیځې سیمې تر خپل کنترول لاندې راولي. دا امر په داسې حال کې صادر شوی چې راپورونه د روسي ځواکونو د پرمختګونو په اړه په بېلابېلو جبهاتو کې خبر ورکوي.

دا اعلان د روسیې د وسله‌والو ځواکونو د عمومي ستاد مشر والېري ګراسیموف له لوري شوی دی. هغه د جګړې وضعیت د روسي ځواکونو په ګټه بللی او ویلي یې دي چې د اوکراین پوځ په دې نښتو کې درنې مرګ‌ژوبلې زغملې دي.

د ګراسیموف په وینا، د اوکراین ځواکونه په خپلواکو قطعو کې د پرسونل له کمښت سره مخ دي او خپل اصلي تمرکز یې په دې کړی چې د بې‌پیلوټه الوتکو اضافي واحدونه جوړ کړي. نوموړي همدارنګه ادعا کړې چې روسي ځواکونه د اوکرایني پوځ په پرتله په اوسط ډول دوه چنده زیات ډرونونه کاروي.

دغه روسي نظامي چارواکي زیاته کړې چې د فبرورۍ د میاشتې په لومړیو دوو اونیو کې، د سختو ژمنیو شرایطو سره سره، ۱۲ کلي د روسي ځواکونو تر واک لاندې راغلي دي. د روسیې او اوکراین جګړه چې په ۲۰۲۲ کال کې پیل شوې وه، لا هم د اوکراین ختیځو او جنوبي برخو کې په شدته روانه ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button