پوتین: که اروپا جګړه غواړي، روسیه چمتو ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اروپا پر هېوادونو کلکې نیوکې وکړې او و یې ویل که اروپا د جګړې پرېکړه وکړي، مسکو نظامي ځواب ته چمتو دی. نوموړي د سه شنبې په ورځ په یوه وینا کې وویل، هغومره غوښتنې چې اروپا له روسیې لري، د منلو وړ نه دي او دغه اتحادیه د اوکراین د جګړې پای ته رسولو هېڅ پلان نه لري.
پوتین ټینګار وکړ، اروپايي هېوادونو له روسیې سره ډیپلوماتیکې اړیکې ځنډولې او پخپله یې د خبرو اترو بهیر درولی دی. د هغه په باور، اروپا چې کوم بدلونونه د اوکراین د سولې پلانونو کې راولي، هدف یې د سولې پروسه ناکامه کول دي. نوموړي دا هم زیاته کړه، روسیه نه غواړي له اروپايي هېوادونو سره جګړه پیل کړي، خو که دوی جګړه پیل کړي، روسیه د مقابلې لپاره چمتو ده.
د روسيې ولسمشر څرګنده کړه، د اروپا مشران په دې خیال کې دي چې ګنې روسیه په ستراتیژیک ډول ماتولای شي؛ خو دوی خپله د سولې بهیر پرې ایښی دی او حتا د امریکا د هڅو مخه یې هم نیولې ده.
پوتین په خپلو خبرو کې د اوکراین د جګړې پر جبهاتو هم رڼا واچوله او ویې ویل، د دونتسک کراسنوارمیسک سیمه چې مخکې د اوکراینیو ځواکونه مهمه سنګر وه، اوس په بشپړه توګه د روسي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده. نوموړي ګواښ وکړ، چې د اوکراین پورې اړوند تاسیساتو او بېړیو باندې به د روسیې بریدونه لا زیات شي.
پوتین خبرداری ورکړ، هغه بریدونه چې د ترکیې ترڅنګ د نفتلېږدوونکو بېړیو پر ضد ترسره شوي، د سمندري غلا په مانا دي، او روسیه ښايي ورته غبرګون وښيي، په ځانګړې توګه د هغو هېوادونو بېړیو ته چې په دغه اقداماتو کې ښکېل دي. نوموړي ګواښ وکړ، که دا بریدونه دوام وکړي، روسیه به اوکراین ته د تور سمندرګی لاسرسی بند کړي.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د اوکراین جګړه خپل درېیم کال ته داخلیږي او اروپايي هېوادونه د امریکا تر څنګ د کیف ملاتړ کوي. له بلې خوا، د طالبانو ادارې تر اوسه د دغو تحولاتو په اړه مشخص دریځ نه دی نیولی، خو د جګړې جنایتونه او د نړیوالې سولې تهدید باید د نړۍ له هېڅ یوه حکومت څخه پټ پاتې نه شي.




