پوتين د آيتالله سيد مجتبی خامنهاي د ټاکنې مبارکي ورکړه

د کرملين ماڼۍ ويلي چې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين د يو پيغام له لارې د آيتالله سيد مجتبی خامنهاي د ايران د اسلامي انقلاب د درېيم رهبر په توګه د ټاکنې مبارکي ورکړې ده. پوتين په خپل پيغام کې هيله څرګنده کړې چې د ايران نوی رهبر به د پخواني مشرتابه لارې ته دوام ورکړي.
د روسي ولسمشر په وينا، هغه ډاډ لري چې آيتالله سيد مجتبی خامنهاي به د خپل پلار لار په ویاړ سره تعقیب کړي.
په پيغام کې زياته شوې چې ايران د هغه څه په وړاندې چې “وسلواله تېری” بلل شوی، مقاومت کوي او د دې هېواد رهبري ډېر زړورتيا او فداکارۍ ته اړتيا لري.
پوتين همدارنګه ټينګار کړی چې مسکو به له تهران سره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي. هغه زياته کړې چې روسيه ځان د ايران يو باوري شريک ګڼي او دا همکاري به دوام ولري. د تهران او مسکو اړيکې په تيرو کلونو کې د سياسي، اقتصادي او پوځي برخو په کچه پراخې شوي او دواړو لورو د دوه اړخيزو اړيکو پر لا پياوړتيا ټينګار کړی دی.




