ولادیمیر پوتین د دوه ورځني سفر لپاره عشقآباد ته ورسید

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یوه رسمي دوه ورځني سفر په پیل کې د ترکمنستان پلازمېنې عشقآباد ته رسېدلی دی. د تاس خبري آژانس د راپور له مخې، د دغه سفر اساسي هدف د «صلح او باور: د دوامدار راتلونکي لپاره د هدفونو یووالی» تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ګډون کول دي.
د دې سفر په ترڅ کې ټاکل شوې ده چې پوتین له یو شمېر سیمهییزو مشرانو سره دوهاړخیزو ناستو کې ګډون وکړي. راپورونه وایي چې هغه به له د ایران له ولسمشر مسعود پزشکيان سره هم وویني، خو د دې لیدنو جزئیات لا خپاره شوي نهدي.
یاد کنفرانس د آسیايي او اروپايي هېوادونو د یو شمېر مشرانو په ګډون ترسره کېږي. په ګډون کوونکو کې د ترکمنستان ولسمشر سردار برديمحمدوف، د ارمنستان، عراق، قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان او تاجیکستان ولسمشران شامل دي. همداراز د آذربایجان، هنګري، ګرجستان او پاکستان لومړي وزیران به هم په دې غونډه کې حاضر وي.
د «صلح او باور» نومی کنفرانس هر کال په عشقآباد کې ترسره کېږي، چې د منځنۍ آسیا هېوادونو ترمنځ د سیمهییزو اړیکو، سیاسي او اقتصادي همکاریو د ټينګښت لپاره یوه مهمه موقع برابروي.




