د پنجاب پولیس له خوا د خیبرپښتونخوا له اعلی وزیر سره چلند لانجهیز شوی

د پنجاب ایالت د پولیسو له خوا د خیبرپښتونخوا له اعلی وزیر سهیل اپریدی سره د چلند یوه ویدیو په ټول پاکستان کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي. په دې ویدیو کې ښکاري چې د پنجاب پولیس هغه ځمکې ته غورځوي او فزیکي چلند ورسره کوي؛ دا پېښه په چټکۍ سره په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده.
د سیمې یو شمېر اوسېدونکي وايي چې دغه ویدیو دا څرګندوي چې په هېواد کې د قانون پلي کولو څرنګوالی له سیمې تر سیمې څومره توپیر لري. د دوی په وینا، په داسې حال کې چې نسیم شاه، چې یو پښتانه څېره ده، د مریم نواز په اړه د یوه ټویټ له امله د دوو کروړه کلدارو جریمې ته محکوم شوی، له بلې خوا له یوه لوړ پوړي ایالتي چارواکي سره سخت فزیکي چلند کېږي.
منتقدان باور لري چې دا دواړه پېښې یوازې د دوو جلا قضیو پرتله نه ده، بلکې د پنجاب او خیبرپښتونخوا ترمنځ د پخوانیو سیاسي شخړو نښه ده. هغوی زیاتوي چې دا وضعیت د قانون په وړاندې د ټولو وګړو د برابري او د اجرایي ادارو د چلند په اړه جدي پوښتنې راولاړې کړي دي.
تر اوسه د پنجاب چارواکو د دې پېښې د جزییاتو په اړه مفصل وضاحت نه دی ورکړی، خو د دې ویدیو خپرېدو یو ځل بیا په پاکستان کې د عدالت، واک توازن او سیاسي چلندونو موضوع فعاله کړې ده.




