مهم خبرونهنړیوال

مادورو د کارائیب په سیمه کې د امریکا د خوځښتونو په اړه خبرداری ورکړ

د ونزوئلا ولسمشر نیکلاس مادورو د کارائیب بحیرې پر سواحلو د امریکا وروستیو نظامي فعالیتونو ته په غبرګون کې خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې هېواد یې بشپړ چمتووالی لري څو خپلې خاورې، ملي حاکمیت او د ولس عزت دفاع وکړي.

مادورو ټینګار کړی چې باید د ونزوئلا راتلونکي نسلونه په یوه ازاد او خپلواک هېواد کې ژوند وکړي، او همدې هدف ته په پام، د هغه حکومت د هېواد خپلواکۍ ته د پاملرنې لپاره ګامونه پورته کوي.

نوموړي ویلي چې ونزوئلا هېڅکله د نورو هېوادونو په کورنیو چارو کې مداخله نه ده کړې او له نورو هېوادونو یې هم تمه څرګنده کړې چې د ونزوئلا په داخلي مسایلو کې لاسوهنې ته د پای ټکی کېږدي.

مادورو خبرداری ورکړی چې بهرني مداخلې خطرناکې دي او زیاتوي چې د ونزوئلا ولس داسې سولې ته هیله لري چې پر خپلواکي، مساوات او ازادۍ ولاړه وي، نه هغه سوله چې د سیاسي غلامۍ او بهرنیو قدرتونو پر تړاو ولاړه وي.

دا څرګندونې پر داسې مهال کېږي چې د کارائیب په سیمه کې د واشنګټن د نظامي حضور له امله د ونزوئلا او امریکا ترمنځ ترینګلتیا زیاته شوې ده.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button