ټولنه‌یزمهم خبرونه

په پلخمري ښار کې د درې زره ونو د کېنولو کمپاین پيل شو

د بغلان ولايت د پلخمري شاروالۍ چارواکو اعلان وکړ چې د پسرلي د راتګ په مناسبت په دې ښار کې د نږدې درې زره مثمره او غير مثمره ونو د کېنولو کمپاین رسماً پيل شوی دی. د هغوی په وينا، دغه ونې به د ښار په بېلابېلو برخو کې، د عمومي سړکونو پر غاړو، تفريحي پارکونو او نورو عامه ځایونو کې وکينول شي.

مولوي نقيب‌الله محمدي، د پلخمري شاروال، د دې پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د ونو کېنولو بهير به د ښار شپږ زونونه ونيسي او موخه يې د زرغون فضا د زياتوالي او د چاپېريال د حالت د ښه والي لپاره ده. هغه ټينګار وکړ چې د ونو د ساتنې او پاملرنې مسووليت يوازې د شاروالۍ نه دی.

د شاروال په وينا، د ښار اوسېدونکي بايد د نوي کينول شويو ونو د اوبه کولو، ساتنې او خونديتوب په برخه کې جدي همکاري وکړي، څو دا پروګرام مطلوبې پايلې ولري او د ښار فضا په دوامداره ډول زرغونه پاتې شي.

په همدې حال کې، ولي محمد خِردمند، د چاپېريال ساتنې ادارې استازي، په دغو مراسمو کې د ونو کينولو د اهميت يادونه وکړه او ويې ويل چې د ونو کېنول د هوا د ککړتيا په کمېدو، د ځينو ناروغيو په مخنيوي، د زېرزمينې اوبو په پياوړتيا او د سېلابونو د خطرونو په راکمولو کې مهم رول لري.

د پلخمري يو شمېر اوسېدونکو د دې کمپاین هرکلی وکړ او ژمنه يې وکړه چې د کينول شويو ونو په ساتنه او پالنه کې له شاروالۍ سره همکاري وکړي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button