د پلخمري ښاروالۍ عواېد په تېرو نهو مياشتو کې زيات شوي دي

د بغلان ولايت د پلخمري ښاروالۍ وايي، چې د روان لمريز کال په درېو ربعو کې يې له ۱۰۹ ميليونه افغانيو څخه زيات عواېد راټول کړي او دا پيسې يې د دولت خزانې ته سپارلې دي.
د پلخمري ښاروالۍ د مطبوعاتو مسؤول احمد فواد هوټک رسنيو ته ويلي، د دې ادارې ټول عواېد په تېرو نهو مياشتو کې ۱۰۹ ميليونه او ۶۰۰ زره افغانۍ دي؛ دا شمېر د تېر کال د ورته مودې په پرتله د پام وړ زياتوالی ښيي.
د ورکړل شويو معلوماتو له مخې، د پلخمري ښاروالۍ تېر کال په درېو ربعو کې ۹۷ ميليونه او ۸۶۹ زره افغانۍ عواېد لرل. د هوټک په وينا، د دواړو دورو پرتله ښيي چې د روان کال عواېد شاوخوا ۱۱ ميليونه او ۷۳۱ زره افغانۍ زيات شوي دي.
د ښاروالۍ چارواکي وايي، د دې عواېدو اصلي سرچينې د ښار د پاکوالي او صفايۍ خدمتونه، د صنفونو د جوازونو صادرول، د ښاروالۍ د ملکيتونو کرايه او د اوراقو پلور دی.
هوټک زياتوي، د پلخمري ښاروالۍ هڅه کوي د نويو عايداتي سرچينو په رامنځته کولو سره د دې ادارې عواېد زيات کړي، تر څو ښاري خدمتونه په اغېزمن ډول وړاندې شي.
هغه له د پلخمري د ښار له اوسېدونکو، که د دولتي يا خصوصي سکتور پورې تړاو لري، وغوښتل چې خپلې مالي وجايب په ټاکلي وخت کې ښاروالۍ ته ورکړي او د ښاري خدمتونو په ښهوالي کې همکاري وکړي.




