ټولنه‌یزمهم خبرونه

په پل‌چرخي زندان کې د بنديانو لپاره څلور مسلکي روزنيزې ټولګي پيل شول

د خان‌پور خيريه بنسټ له لوري په کابل کې د پل‌چرخي زندان دننه څلور مسلکي روزنيزې ټولګي پيل شوي دي. د خبري سرچينو په وينا، دغه ټولګي د بنديانو لپاره د کاري مهارتونو د زده کړې زمينه برابروي.

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په دې روزنيز پروګرام کې ۱۲۰ بنديان د خياطي، موبايل ترميم، د سولري سيستمونو ترميم او غالۍ‌اوچتولو په برخو کې زده کړې کوي. د دې زده کړو موده درې مياشتې ټاکل شوې او موخه يې د ګډونوالو مسلکي ځواکمنتيا بلل شوې ده.

مولوي محمد يوسف مستري، چې د طالبانو تر ادارې لاندې د زندانونو عمومي رياست مشري کوي، دا کار د ټولنيزې يووالي نښه بللې او ويلي يې دي چې د خيريه بنسټونو ګډون کولای شي د بنديانو د ژوندانه په ښه کېدو کې مرسته وکړي.

نوموړي همدارنګه له نورو خيريه بنسټونو او ملي سوداګرو غوښتي چې د ورته پروګرامونو په پيلولو سره د بنديانو لپاره د زده کړې او مسلکي پرمختګ د فرصتونو په برابرولو کې ونډه واخلي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button