ټولنه‌یزمهم خبرونه

د پل علم اوسېدونکي د سړک د بيا رغونې د ځنډ له امله شکايت کوي

يو شمېر د لوګر ولايت د پل علم ښار اوسېدونکي وايي، د ښار اصلي سړک د بيا رغونې کار چې د تېر کال د منی له فصل څخه پيل شوی و، تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه‌دی کړی او د خلکو ورځنی ژوند او د دوکاندارانو کاروبار یې له ستونزو سره مخ کړی دی.

د اوسېدونکو په وينا، د دې پروژې پرمختګ حتی تر پنځو سلنې هم نه‌دی رسېدلی. هغوی د طالبانو د ادارې له سيمه‌ييزو مسئولانو نیوکه کوي او وايي، که کار په منظم او مسؤلانه ډول پر مخ تللی وای، دغه سړک به په يوه مياشت کې بشپړ شوی وای. د دوی په وينا، مسئولان يوازې په اونۍ کې يو ځل سيمې ته ورځي او د نورو ورځو په جريان کې کار عمليآ بند وي.

د پل علم اوسېدونکي ټينګار کوي چې د کندنو او د سړک خرابېدو له امله د موټرو تګ راتګ ګډوډ شوی او د دوکاندارانو پر کاروبار يې منفي اغېز کړی دی. د هغوی په باور، د مؤثرې څارنې نشتوالی او د طالبانو د ادارې له لوري د پروژو کمزوری مديريت لامل شوی چې د انکشافي طرحې له اوږده ځنډ سره مخ شي او خلک يې تاوان وګالي.

خو د پل علم ښاروالۍ وايي، له دې سره چې هوا ګرمه شوې، د سړک د بيا رغونې کار يو ځل بيا په جدي ډول پيل شوی دی. د ښاروالۍ د مسئولانو په وينا، دا سړک له څلورلارې شهدا څخه تر د پاي خيل سيمې پورې غځېدلی، ۱.۲ کيلومتره اوږدوالی او ۱۳.۵ متره سور لري او د ويالو او پلي‌لارو په ګډون به په اساسي توګه جوړ شي.

د ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د دې پروژې لګښت ۴۷ ميليونه افغانۍ دي چې د ښاروالۍ د انکشافي بوديجې څخه تمويلېږي او تمه ده چې په راتلونکو څلورو مياشتو کې بشپړه شي. اوسېدونکي وايي، هيله لري دا ځل دا ژمنه په رښتيني ډول او بې له ځنډه عملي شي.

Related Articles

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Back to top button